ایکنا خبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د ایران اسلامی جهوریت د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکې شورا مشر سید کمال خرازي سورئې ته پخپل سفر کې په اسد نومې کتابتونو کې په سورئې کې د دیره خارجه وزارت چارواکو ، ډيپلوماټانو ،استاذانو او محصیلینو په شتون سره په دستورو کې ووئیل، د لویدیځي آسیا او فارس خلیج سیمې دامنیتی بحران د حل لپاره ترټولو ښه لاره ، دورورولۍ خبرې اترې ،البته د بهرنیو قدرتونو له شتون او ګوتوهنو پرته دسیمې د هیوادونو ترمینځ جوتې او بې پَردې خبرې اترې دي.
کمال خرازي زیاته کړې ده ، د یمن والو ترمینځ د خبرواترو د فضا برابریدا، دکلابندۍ ختمیدا او د اوربند دوام او په نهایت کې د هماغه ټاټوبی د خلکو د غوښتې او هوډپه اساس د یوه حکومت جوړیدا،په یمن کې د جنګ له هماغه پیله د ایران داسلامی جمهوریت اصولی دریځ دی او هماغه شان ایران تیار دی چې د دغو خبرو د پوره کیدا لپاره دوه چنده هڅې وکړي.
د ایران دبهرنیو اړیکو دسټراټژيکې شورا مشر په دې خبرې په ټينګار سره چې په صهونیسټ رژیم کې افراطي ډلو ټپلو او کرغیړنو کسانو راپورته کیداد فلسطینیو ښځو ماشومانو او سړیو د ژوند په باب اندیښنې زیاتې کړي دي ، ووئيل، په داسې حال کې چې له عربي هیوادونو څ خه د صهیونیسټي رژيم له جنایتونو سره په مقابلې کې سیاسی عمل میدان ته په زغرده ددنګلو توقع کیږي، خو اپوټه ،له دغه جنایتکار او وحشي رژيم سره دسیمې د ځينو حکومتونو د اړیکو د عادي کیدا شاهدان یوو. هغه همداراز ووئيل، له اسرائيلي رژيم سره داړیکو عادي کیدا او فارس خلیج سیمې ته ددغه تیریګر او جنایتکار رژيم د پښو پل اوږدول د فلسطین له آئيډئيل او د دغې سیمې له اوسیدونکو سره خیانت دی.
کمال خرازی په دغه سفر کې همداراز د سورئې له لوړ پوړو چارواکو سره هم لیده کړي او د دوو اړخیزو او سیمه ایزو حالاتو په باب ئې ورسره بحث او د نظر تبادله کړې ده.